هلمندي کې بڼوالو ته د نباتي افتونو د مخنیوي په پار د زده کړو لړۍ پیل شو

mail-admin
Mon, Nov 21 2022 3:02 PM
هلمندي کې بڼوالو ته د نباتي افتونو د مخنیوي په پار د زده کړو لړۍ پیل شو

۳۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت فني کارمندانو لخوا، ددې ولایت بڼوالو ته په فني ډول د بڼونو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور ښودل کېږي.
په دې روزنیزه برنامه کې، بڼوالو ته د زیان رسونکو حشراتو د له منځه وړلو او مخنیوي په هکله هر اړخیزې زده کړې ورکول کېږي. 
ددې ترڅنګ د وقايوي او ترکيبي درملو او يوريا سپرې دجوړولو او استعمالولو وختونه هم بڼوالو ته ښودل کېږي.
ددې روزنیز پرورګرام موخه د مېوه لرونکو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفیت او کمیت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د هلمند دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي هلې ځلې کوي،  چې ددې ولایت بزګرو ته د کیمیاوي درملو د کارولو پر ځای میخانیکي لارې چارې وښیي تر څو په صحي او اقتصادي لحاظ ورته ګټور تمام شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS