د کندهارکې د غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي کمېسون غونډه 

mail-admin
Sun, Nov 20 2022 9:53 AM
د کندهارکې د غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي کمېسون غونډه 

د کندهار ولایت د غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي کمېسون خپله نوبتي غونډه د عینو مېني اړوند موضوع باندې، د کمېسون رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ په داسې حال کي دائره کړه، چې د کمېسون غړو دکندهار د عدلیې رییس الحاج مولوي نور آغا هاشمي، د حج او اوقافو رییس شېخ مولوي عبدالبصیر فائز، د ښار جوړولو رییس مولوي عبدالمتین عاشق، مستوفي حاجي ملا حکمت الله اخند، د قضایا آمارت آمر مولوي تاج محمد خلیلي، د کدستر آمر احسان الله او آمنيه قومندانۍ  استازی راقم مولوي صاحب هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د تېرې غونډې د پرېکړو تعقیب ترسره شو او اړوندو چارواکو غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.
ورپسې د کمېسون غړو پر ذکر شوي موضوع هر اړخیزې خبرې اترې وکړې، دا چې په تېره غونډ کې د عینو مېني مسؤلینو محمود کرزی او عبدالحمید هلمندي ته دنده سپارل شوې وه، چې چي زېربنایي چارې او خدمات به په چټکۍ سره سرته رسوي، که چېري کوم خنډ یا ستونزه رامنځته کېږي د کمېسون سره یې شریکه کړي او کمېسون د خنډونو په لېري کولو او ستونزو په حل کولو کې ورسره مرسته وکړي، چي د کارونو د وضاحت لپاره د عینو مېني ذکر شوي مسؤلین غونډې ته راغوښتل شوي ول او مفصل معلومات یې غونډې ته وړاندې کړل.
 وروسته کمېسون لازمې پرېکړې وکړل، چې ټول غړي باید په خپل وخت غونډې ته حاضر شي او ور سپارل شوي دندې په ټاکلي وخت سرته ورسوي، د عینو مېني مسؤلینو ته دنده وسپارل شو، چې په عینومېنه کې د روانو او معطل ساختماني کارونو بشپړ معلومات د کمېسون د تخنیکي کمېټې سره شریک کړل شي، او د افکو کمپنۍ جواز، چي وخت یې پورهشوي، تمدید شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS