د ننګرهار اچین او ګوشتی ولسوالیو کې د بېرې ځنګل جوړېږي

mail-admin
Sat, Nov 19 2022 3:20 PM
د ننګرهار اچین او ګوشتی ولسوالیو کې د بېرې ځنګل جوړېږي

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو افغانستان لپاره د سویډن کمیټي په مالي مرسته ددی ولایت د اچین ولسوالی په ۱۵ هکتاره غير زراعتي ځمکه يا غونډيو باندې د ځنګل جوړونې په موخه د تراسونو جوړونې چارې پیل شوې.          د چارو پیل مراسمو کې دسويډن کميټې مسٶلینو، داچين ولسوالی ولسوال  قومي مخورو او ځوانانو حضور درلود.
د اچین ولسوالی د کرنې چارواکي وایي، چې ددې پروژې له پیل سره ګڼو کاریګرو ته د کار زمينه برابره شوه، همدارنګه به یې سیمې ته هر اړخيزه ګټه، اقليمي بدلون او طبيعي ښکلا، د شاتو  توليد او ورته نورې عام المنفعه ګټې ورسېږي.
ورته مهال د ګوشتې ولسوالی په 15 شوراګانو کې 14000  د بيرو او پلوڅو بوټې د سرسبزۍ، اقليمي تغييراتو، شاتو مچیو روزلو او طبيعي ښکلا او ورته نورو عام المنفعه ګټو په موخه ووېشل شول.
 دواړه ولسوالیو کې د سيمې خلکو د يادو پروګرامونو څخه خوښې څرګنده کړه او د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتونکي شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS