لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی کمېټې ګډنه ناسته وکړه

mail-admin
Sat, Nov 19 2022 3:19 PM
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی کمېټې ګډنه ناسته وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګرولایت په کچه د غصب مخنیوی نوی ټاکل شوی کمیټې ګډه ناسته ترسره شوه.  دغه ناسته چې د لوګر د کرنې ریاست په مقام کی جوړه شوې وه په کې د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي سر بېره د یادې کمېټې غړو ګډون کړي وو.
د ا.ا.ا د امیرالمؤمنین د حکم په اساس په دغه ولایت کې د کرنې رییس تر مشرۍ لاندې یوولس کسیزه کمیټه جوړه او د یاد ولایت مرکز پل علم په ګډون ټولې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسې.
د ځمکو دغصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېټه دنده لري، چې د تخنیکي پلاوی او دامارت د قضایاوو د ادارې په حضور کې دامارتي(سلطاني) عامه،مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو د اړوندو راپورونو مطالعه،ارزونه او په اړه یې تصمیم نیول، د غصب څخه د رامنځته شویو قضیو ته رسېدنه،عامه مرعي او وقفي ځمکو کې دهر راز غیر شرعي تصرف درول دی.
د یادولو وړ ده، نه یواځې لوګر ولایت کې بلکې په ټولو هغو ولایاتو کې، چې ځمکې غصب شوي وي ذکر شوی کمېټې ټاکل شوي دي تر څو دغصب مخه ونیسي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS