د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان سراج کلا بڼ څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Nov 19 2022 2:13 PM
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان سراج کلا بڼ څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په داسې حال کې، چې له ده سره مل پلاوی او د لغمان دکرنې ادارې چارواکو یې ملتیا کوله د لغمان په ولایت کې د سراج کلا تاریخي بڼ څخه لیدنه وکړه.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په دې بڼ کې د چارو د لاښه پرمختګ او ښه والي په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د سراج کلا تاریخي بڼ نږدې ۴۶ جریبه ځمکه ده، چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې جوړه شوې، او د لغمان ولایت اوسیدونکو لپاره یو ښه تفریح ځای ګڼل کېږي.
په دې بڼ کې د ډول ډول نیالګیو له ډلې بېرې، ناجو، چارمغز، مورپان، بلتیس، زینتي بوټو، مالټې، نارنج، او جلغوزې لپاره د پنځه جریبه ځمکې په مساحت تولیدي قوریه هم شتون لري، چې په دې قوریه کې۲۰۰ زره نیالګي او ډول ډول بوټي تولید شوي دي او سږکال وېش ته چمتو دي، چې د کړن لارې مطابق وېشل کېږي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په لغمان کې د حاجي اسدالله له بڼ څخه هم لیدنه وکړه.
ددې بن پراخوالی ۵۰۰ جریبه ځمکه ده، چې د ۳۵کالو لپاره په اجاره ورکړل شوی دی.
دا بڼ چې د یو کمپلکس یا ټولګې په ډول دی په کې پسته، لیمو، مالټې، انار او انګور موجود دی، چې د لمریز او څاڅکي په سیسټم خړوبېږي.
دغه راز په دې بڼ کې د سبو لکه بادرنګ، بانجان او نورو سبو د کرکیلې په پار شنې خونې هم جوړې شوي دي.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی از  باغ قلعه سراج لغمان
۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ه‍.ش
 مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در حالیکه هیئت معیتی و مسوولان اداره زراعت نیز ایشان را همراهی می‌کردند از باغ تاریخی قلعه سراج  در لغمان دیدن به عمل آورد.
معین آبیاری برای پیشبرد کار و  بهبود فعالیت در این باغ تاریخی به مسولان هدایت لازم داد.
باغ تاریخی قلعه سراج حدود ۴۶ جریب زمین مساحت دارد که در دوره زمامداری امیر حبیب الله خان ساخته شده و به عنوان یکی از  تفریحگاه های خوب برای مردم ولایت لغمان محسوب می‌شود.
دراین باغ برای پرورش نهال های مختلف النوع چون بیره، ناجو، چارمغز، مورپان، بلتیس، بته‌های زینتی، مالته نارنج و جلغوزه، یک قوریه تولیدی تکثیری به مساحت ۵ جریب نیز وجود دارد که در این قوریه ۲۰۰ هزار نهال و بته‌های مختلف النوع تولید شده و برای امسال آماده توریع است که  طبق طرز العمل توزیع می‌شود.
در همین حال معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت از باغ حاجی اسدالله در لغمان نیز  دیدار کرد.
مساحت این باغ  ۵۰۰ جریب بوده و برای ۳۵ سال طور اجاره داده شده است.
در این باغ که مانند یک کمپلکس است پسته، لیمو، مالته، انار و انگور موجود است و آبیاری این فارم به  سیستم آفتابی و قطره یی صورت می‌گیرد.
همچنین درین باغ به منظور کشت و پرورش سبزیجات چون بادرنگ بادنجان سیاه و سایر ترکاری باب گزین هاوس های نیز وجود دارد .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS