د کرنې وزارت د خصوصي سکټور رييس ارزګان ته سفر وکړ

user-admin
Thu, Nov 17 2022 10:55 AM
د کرنې وزارت د خصوصي سکټور رييس ارزګان ته سفر وکړ


۲۶ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور رييس مولوی شمس الله محمد د کرنې وزارت د مشرتابه د لارښوونې سره سم ارزګان ولايت ته سفر کړی دی.
مولوی شمس الله محمد د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل‌الباري فضلي د لارښوونې پر اساس د ځمکې د غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راکرځولو په پار د امیرالمومنین شیخ هبه الله آخند زاده حفظه‌ الله د حکم د تطبيق په موخه ارزګان ولايت ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې چې د خصوصي سکټور رييس ددې سفر په ترڅ کې د سيمه ييزو چارواکو په همغږي ارزونه وکړي، چې په ارزګان کې څومره ځمکې شتون لري څومره يې شخصي او څومره يې دولتي، عامه او څړځايونه دي او له دې ډلې د کومو کسانو او نهادونو له خوا څومره يې غصب شوي دي.
په همدې حال کې  دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال په همدې موخه هلمند او کندهار ته سفر کړی دی.

سفر رییس سکتور خصوصی وزارت زراعت به ولایت ارزگان
۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی شمس الله محمد رییس سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مطابق هدایت رهبری وزارت زراعت به ولایت ارزگان سفر کرد.
مولوی شمس الله محمد طبق هدایت مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت جهت تطبیق حکم امیرالمومنین شیخ هبه الله آخند زاده حفظه‌ الله مبنی بر جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین‌های غصب شده به ولایت ارزگان سفر کرده است.
رییس سکتور خصوصی قرار است در جریان این سفر در هماهنگی با مسوولان محلی بررسی نماید که چقدر زمین در ارزگان وجود دارد و چه مقدار آن شخصی و چه مقدار آن دولتی، عامه و علفچر است و از آن چه مقدار زمی غصب شده و توسط کدام اشخاص و یا نهادی.
در همین حال معین مالی و اداری وزارت زراعت به همین منظور به ولایت‌های هلمند و کند‌هار سفر کرده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS