خوست کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي
۲۳ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۹ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (NAC) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالی په زرو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د چارواکو په خبره په دې لړۍ کې هر مالدارته د څارویو اړین خوراکي توکي ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزله مالدارانو لاس نیوی دی.
