ننګرهار کې د سټروسو ۶۱ جریبه نوی بڼونه جوړېږي
۲۱ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۷ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ (Roots of peace) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د لعلپورې ولسوالی کې د سټروسو ۶۱ جریبه بڼونه جوړوي.
د چارواکو په خبره ددغو بڼونو د جوړولو په پار پر یوشمېر بڼوالو د مالټو ۳۶۵۰ نیالګي، د نارنجو ۵۰۰ نیالګي او د لیمو دوه زره نیالګي وېشل شوي دي.
ددغو بڼونو د جوړولو موخه په دې ولایت کې د سټروسو حاصلاتو زیاتوالی او خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.
