د ننګرهار د کانال ریاست: په ۳۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sat, Nov 12 2022 12:24 PM
د ننګرهار د کانال ریاست: په ۳۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړېږي

۲۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د درېیم فارم په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې د زیتونو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
ياد زیتون بڼونه د انقلابي شرایطو او بېلابېلو ناخوالو له امله تخریب شوي و، چې ددې ناخوالو په پایله کې دا ځمکه په شاړې او وچې دښتې بدل شوي دي، چې اوس پرې د درې نیم میلیون افغانیو په لګښت د زیتونو نوي بڼونه جوړېږي.
د دغو د زیتونوبڼونو د جوړولو چارې د ماليې وزیر الحاج مولوي هدایت الله بدري، د ننګرهاروالي مولوي ملامحمد اخند، د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهارکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پېل شو.
په دې اړه غونډه کې د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «په ددې ۳۵۰ جریبه ځمکه کې به ۲۰۰۰۰ زیتون بوټي وکرل شي او د اټکل له مخې يې د بوټو لګښت درې نېم ملیونه افغانیو ته رسي، دا ټول زيتون بوټي خپله د ننګرهار رياست په شته قوريو کې روزل شوي دي.»
باید وویل شي، چې د ننګرهارکانال ادارې د تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون کرل شوي وو خو اوس یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون پاتې دي او کابو ۱۳۸۰ هکتاره ځمکې باندې جوړ زیتون بڼونه د جګړو او بېلا بېلو ناخوالو له امله ویجاړ شوي دي.
د کانال له پروژې نه ترلاسه کېدونکي زیتون نه د اچار جوړولو او تېلو په خاطر کار اخیستل کېږي او اوس مهال یې د اچار جوړولو چارې زیتونو فابرېکې کې روانې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS