د ننګرهار کانال کې د کب پالنې او کرنیزو پروژو افتتاح

mail-admin
Sat, Nov 12 2022 11:25 AM
د ننګرهار کانال کې د کب پالنې او کرنیزو پروژو افتتاح

۲۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار دکانال په سیمه کې د بڼوالۍ، کب پالنې او یوشمېر کرنیزو پروژو پرانیسته وکړه.
دکرنې سرپرست وزیر ددغو پروژو په پرانیست غونډه کې وویل: «د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره بل ګام اخیستل کېږي، زموږ خلک ۴۵ کاله جګړې تېر کړي دي، اوس چې امنیت دی او خپلواکۍ مو په نصیب شوی دی باید کار وکړو، دا ځمکې پنځه سوداګرو ته په اجاره ورکړل شوي دي.»
په ۳۰ جریبه ځمکه کې یې د کبانو حضونه او په پاتې سیمو کې یې د سټروسو بڼونه جوړېږي او کرکیله په کې کېږي. په دغو برخو کې د پانګونې ټولیز ارزښت ۳۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي، چې د خصوصي سکټور له خوا پرې پانګونه کېږي.
دغه راز د کرنې سرپرست وزیر له خبرو وروسته د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام رحمان خبرې وکړې هغه وویل، چې دا ځمکې د تېر اجاره ورکونې د لړۍ په ترڅ کې پانګوالو ته ورکول کېږي، ترڅو پرې کار وکړي. «سلګونه جریبه ځمکې مو په اجاره ورکړي دي، ترڅو خلک کار وکړي او ګټه یې خلک او حکومت ته ورسېږي.»
د ننګرهار کانال د هېواد له سترو رغنیزو پروژو څخه دی، چې مخینه یې څه باندې ۵۰ کالو ته رسېږي او د کال زرګونه ټنه مېوې او غلې دانې تولیدوي.

افتتاح چندین پروژه زراعتی و ماهی پروری در کانال ننگرهار 
۲۱ عقرب ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پروژه‌های زراعتی، باغداری و ماهی پروری را در ساحه کانال ننگرهار افتتاح کرد.
وزیر زراعت در افتتاح این پروژه‌ها گفت" جای خوشی و افتخار است که گامی دیگری برای ترقی و پیشرفت افغانستان گذاشته می‌شود، مردم ما ۴۵ سال جنگ را سپری کرده اند، حال که امنیت، آزادی و استقلال آمده باید کار نماییم،  این زمین ها به ۵ تجار اجاره داده شده است.
 در ۳۰ جریب زمین آن حوض ماهی و در متباقی ساحات باغ های ستروس و زراعت صورت می‌گیرد،  مجموع سرمایه گذاری در این بخش به ۳۰ میلیون افغانی می‌رسد که از سوی سکتور خصوصی هزینه می‌شود".
بعد از  وزیر زراعت مولوی غلام رحمان رئیس کانال ننگرهار صحبت نموده اظهار داشتند. این زمین ها به سلسله اجاره دهی های گذشته به سرمایه گذاران داده می‌شود تا در آن کار نمایند. صدها جریب زمین را اجاره دادیم تا مردم کار کنند فایده آن به مردم و حکومت می‌رسد". 
 کانال ننگرهار از بزرگترین پروژه های عمرانی کشور می‌باشد قدامت آن به بیش از ۵۰ سال می‌رسد و سالانه در آن به هزاران تن میوه و غله تولید می‌شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS