‎ننګرهار کې د بېزاکملاتي کانال د رغولو چارې پیل شوې

user-admin
Thu, Nov 10 2022 12:17 PM
‎ننګرهار کې د بېزاکملاتي کانال د رغولو چارې پیل شوې

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د (UNDP) دفتر په مالي لګښت په دې ولایت کې د بېزاکملاتي کانال د رغولو چارې رسماً پیل کړي دي.
‎په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد د (Islamic Relief) مؤسسې او (UNDP)  ادارې چارواکو، سیمه ییزو چارواکو او یوشېر خلک حضور درلود. 
‎دننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په خپلو خبرو کې د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پروژې په تطبیق کې کیفیت ته پاملرنه وکړي او په  شفافه توګه په خپل وخت پروژه تطبیق او ګټې اخستني ته وسپاري، او همداراز ځایي اوسیدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د سیمو مسؤلینو سره د پروژې په پلي کولو کې پوره همکاري وکړي.
‎د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت پنځه میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې د درې کیلو متره اوږدوالې په اندازه ی د اوبو کانال، چې ۷۰۰ متره به یې پاک کاري او پاتې برخه به یې په پاخه او اساسي اساسي ډول رغول کېږي.
‎د دې پروژې په تطبیق سره به په یاد کلي کې نږدې ۳۲زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او ۳۹۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS