‎ننګرهارکې له ۷۵ کروندګرو سره مرستې وشوې

user-admin
Wed, Nov 09 2022 9:45 AM
‎ننګرهارکې له ۷۵ کروندګرو سره مرستې وشوې

د اسلامیک ریلیف مؤسسې لخوا د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د کوټ او کوزکونړ ولسوالیو ۷۵ تنه کروندګرو سره د لمریزې تخطې، بطرۍ او نور اړوند وسایلو مرسته وشوه.
‎ دکوز کونړ په ولسوالۍ کې د وېش پر مهال د ننګرهار دکرنې ادارې ريس مولوی عبدالستار محمد یادونه وکړه، چې د دغه مرستو له ډلې څخه ۳۶ تنه د کوزکونړ ولسوالی او ۳۹ تنه د کوټ ولسوالی کروندګرو ته یوه تخته سولر، یوه بطرۍ او نور اړین وسایل ورکول کېږي. 
‎محمد زیاته کړه، چې وړاندې تر دي په دغه  دواړو ولسوالیو کې د یادې مؤسسې لخوا ۶۰۰ بزګرانو ته د جوارو هایبریډ تخمونه او کیمیاوی سرې هم وېشل شوي، چې د حاصل څخه یي کروندګر خوښ و. 
‎هغه زیاته کړه چې د ننګرهار د کرنې ریاست پدې هلو ځلو کې دي چې نور همکار موسسات هم را جلب کړي تر څو د ولسوالیو بزګرانو او مالدارانو سره ښې مرستې وکړي، او د کرنې او مالدارۍ برخه کې پرمختیايي پروژی تطبیق کړي.
‎ورته مهال د کوزکونړ ولسوالی ولسوال مولوی خالد د اسلامیک ریلیف مؤسسې څخه مننه وکړه او د ننګرهار دکرنې ادارې رییس ته يي ډاډ ورکړ چې د پروژو په تطبیق کې به د کرنې او مالدارۍ برخې همکارو موسساتو سره پوره همکاري کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS