د ختیځ زون د چرګانو روزنې ټولنې چارواکو سره ناسته ترسره شوه 

mail-admin
Tue, Nov 08 2022 9:33 AM
د ختیځ زون د چرګانو روزنې ټولنې چارواکو سره ناسته ترسره شوه 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ختیځ زون د چرګانو روزنې ټولنې له چارواکو سره وکتل.
په دې ناسته کې د ټولنې چارواکو خپل یو لړ ستونزې او غوښتنې د ننګرهار د کرنې ادارې رییس سره شریکې کړي، او زیاته يي کړه چې د ګاونډي هېواد پاکستان څخه چې کوم یو ورځني چرګوړي هېواد ته واردېږي بی کیفیته او په لوړ قیمت فارم لرونکو ته تمامېږي، او همدارنګه اوس وخت غټ غوښین چرګان هېواد ته واردیږي چې زموږ فارم لرونکې يي د ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی دغه راز وویل، چې د پاکستان څخه باید د غټو غوښینو چرګانو واردول بند شي تر څو کور دننه د چرګانو روزنې او تولید سکتور پیاوړي او فارم لرونکې مو تشویق او تقویه شي. 
په همدې حال کې دننګرهار دکرنې ریاست عبدالستار محمد د یادې ټولنې چارواکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يي کړه، چې ستاسو ستونزې او غوښتنې به د حل په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام سره شریک شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS