میدان وردګو کې له یوشمېر مالدارانو سره مرستې وشوې
۱۵ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۱ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (STARAS) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز میدان ښار په زرو بېوزله مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او درمل وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي او درمل ورکړل شوي دي.
له دغو مرستو برخمن شوي مالداران خوښ خو وایي، چې دا مرستې دوی ته بسنه نه کوي او د لازیاتو همکاریو او مرستو غوښتونکي شول.
