د کرنیزو څېړنو د لوی ریاست د کلنۍ راپور ورکونې اتم ورکشاپ دائر شو

mail-admin
Sat, Nov 05 2022 3:14 PM
د کرنیزو څېړنو د لوی ریاست د کلنۍ راپور ورکونې اتم ورکشاپ دائر شو

۱۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت د کرنیزو څېړنو د لوی ریاست د کلنۍ راپور ورکونې اتم ورکشاپ؛ د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان، دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د پوهنتون د یوشمېر استادانو او زده کړیالانو په ګډون دکابل په بادام باغ کې دائره کړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل: «موږ کرنیزو څېړنو ته اړتیا لرو، غوره کرنه په ټولو برخو کې څېړنو ته اړتیا لري، موږ له ټولو کارپوهانو، متخصصینو او استادانو څخه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري او ملاتړ وکړي ترڅو په راتلونکې کې پرمختللی کرنه ولرو.»
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي دکرنیز څېړنو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «د افغانستان اقتصادي پرمختګ کرنې پورې تړې ده، خو دکرنې پرمختګ څېړنو ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه ددې برنامې د موخې په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:«زموږ متخصصین، څېړندویانو او کارپوهانو هلې ځلي کوي، چې د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو ډول ډول ورایټۍ معرفي کړي او ترڅنګ یې د ناروغیو د کنټرول او دکرنې او مالدارۍ په برخه کې دغوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره کرنه او مالدارۍ ته لا وده ورکړو.»
دکرنیزو څېړنو ریاست درې ورځنۍ ورکشاپ د تطبیقي او توافقي څېړنو، خاورې پېژندنې، مالدارۍ، حیواني او نباتي افتونه اوناروغۍ، د اوبولګولو د نویو سیسټمونو پېژندنې، د کرنیزو محصولاتو د نویو ورایټو پېژندنې او د نویو ټکنالوژیو د پېژندنې او ترویج په برخه کې ددې ریاست د فعالیتونو د انعکاس په موخه دکابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

هشتمین ورکشاپ گزارش‌دهی سالانه ریاست عمومی تحقیقات زراعتی دایر شد
۱۴ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
ریاست عمومی تحقیقات زراعتی وزارت زراعت هشتمین ورکشاپ گزارش‌دهی سالانه خود را با اشتراک مولوی صدراعطم معین زراعت و مالداری، مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، شماری از رییس‌های وزارت زراعت، استادان پوهنتون و محصلین در بادام باغ کابل برگزار کرد.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  در جریان این برنامه گفت:« ما نیاز به تحقیقات زراعتی داریم، زراعت بهتر نیاز به تحقیق در بخش‌های مختلف دارد، ما از دانشمندان، متخصصین و استادان می‌خواهیم در زمینه حمایت کنند تا در آینده زراعت پیشرفته داشته باشیم".
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت بر ارزش تحقیقات زراعتی تاکید کرده گفت:« پیشرفت اقتصاد افغانستان وابسته با زراعت است، اما پیشرفت زراعت نیاز به تحقیقات دارد».
در همین حال، مولوی نصرت الله طلحه، رییس عمومی تحقیقات زراعتی در مورد هدف برگزاری این برنامه گفت:« متخصصین، محقیقین و کارشناسان ما در تلاش این هستند که با معرفی ورایتی‌های مختلف محصولات زراعتی، باغداری و کنترول امراض و ارایه خدمات بهتر زراعت و مالداری را رشد بیشتر دهیم.»
ورکشاپ سه روزه ریاست تحقیقات زراعتی به‌منظور انعکاس فعالیت‌های این ریاست در بخش‌های تحقیقات توافقی و تطبیقی، خاک‌شناسی، مالداری، امراض و آفات نباتی و حیوانی، معرفی سیستم‌های جدید آبیاری، معرفی ورایتی‌های جدید محصولات زراعتی و معرفی تکنالوژی‌های جدید و ترویج آن در بادام باغ کابل دایر گردید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS