ډنډ ولسوالۍ کې له دوه زره زیانمنو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل شو

mail-admin
Wed, Jul 24 2019 9:07 PM
ډنډ ولسوالۍ کې له دوه زره زیانمنو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل شو

۲ زمری ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ له دوه زره وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړ.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې لړۍ کې به پر دغو کورنیو د څارویو خوراکي توکي، تخمونه او دداخلي پرازیټ درمل ووېشل شي.
پر دغو کورنیو ټول ټال۲۰۰ ټنه حیواني خوراکه، شپږ ټنه تخمونه او ۳۲۰ لېټره دحیواناتودداخلي پرازیټ درمل وېشل کیږي.
د چارواکو په خبره پر دغو کورنیو پر هر یوه کورۍ ۱۰۰ کیلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي، درې کیلو ګرامه هغه تخمونه چې د څارویو خوراکي توکي پرې جوړیږي او دداخلي پرازیت درمل وېشل کیږي.
ددې مرستو موخه اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS