کونړ کې د پنځو کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوې چې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو ترڅنګ به پکې ۴۷۷۷ تنو ته لنډ مهاله کاري فرصتونه رامنځته شي. 

mail-admin
Wed, Nov 02 2022 3:36 PM
کونړ کې د پنځو کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوې چې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو ترڅنګ به پکې ۴۷۷۷ تنو ته لنډ مهاله کاري فرصتونه رامنځته شي. 

چهار شنبه،۱۱، لړم ، ۱۴۰۱ هــ ش 
د کونړ کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا د ۳۱،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د وټه پور ولسوالۍ په نږدې او لیرې پرتو سیمو کې د ۶۴ کیلو متره کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوي چې نږدې یوه میاشت کې به بشپړ شي. 
د کونړ ولایت د کرنې اوبو لګلولو او مالدارۍ رییس مولوي عزت الله هدایت وویل، دغه ولایت کې تیرو سختو بارانونو او سېلابونو له امله بزګرانو ته سخت زیانونه اوښتي او په زیاتو سیمو کې کانالونه ترمیم او پاکولو ته ضرورت لري، چې د همدغو هڅو په لړ کې وټه پور او سرکاڼو ولسوالیو کې د کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې دوام لري. 
د ولایت مقام مالي او اداري رییس حامد ابراهیم شاهین او خاص استازي مولوي جان محمد چې د دغو کانالونو د چارو پیل او ارزونې په موخه سیمې ته ورغلي وو، د مرستندویه موسیسو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ یې د دغه ولایت په لیرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې د ورته نورو پروژو د تطبیق ډاډ وښود. 
ځایي خلکو بیا دغسې پروژې د بزګرانو حاصلاتو او  خلکو اقتصادي ودې لپاره مهمې یادې کړې او د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS