ارزګان کې د زعفرانو د کرکیلې دودولو په پار هڅې
۱۱ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۷ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکیلې او دودولو په پار هلې ځلې کوي.
د چارواکو په خبره ددې ولایت په یوشمېر سیمو کې د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي، چې موخه یې د زعفرانو کرکیلې ته د بزګرانو هڅول دی.
د ارزګان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت په خصوصي ډول د زعفرانو کرکیلې ته د پراختیا زمینه برابروي.
