د کابل ولایت د اراضي رییس معرفي شو

mail-admin
Wed, Nov 02 2022 12:00 PM
د کابل ولایت د اراضي رییس معرفي شو

۱۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي له خوا د کابل ولایت د اراضي نوی ګمارل شوی رییس ددې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د کابل د اراضي نوی ګمارل شوی رییس مولوی نظر محمد صدیقي په پژژند غونډه کې د ده د تېرو کړنو په هکله خبرې وکړې او هیله یې وښودله چې خلکو ته د لازیاتو چوپړتیاوو وړاندې کولو جوګه شي.
هغه وویل: «مولوی نظر محمد صدیقي د اسلامي امارت په بېلابېلو کمیسیونونو کې کار کړی دی او د اعتماد وړ کس دی، اوس چې غښتلی مرکزي نظام تاسیس شوی دی کولای شي، چې خلکو ته ګټورې چارې ترسره کړي؛ تاسې پوهېږئ، چې تېر حکومت اراضي د وزارت له بدنې څخه جلا کړی و، او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و، د اسلامي امارت په راتګ سره یاده اداره بېرته دکرنې وزارت سره یوځای شو، امارت له مظلوم څخه دفاع کوي، او د قانون  سرغړوونکو ته سزا ورکوی، دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی دا یو امتیاز دی، د اراضي مدیریت یو ستر مسوولیت دی، او دکرنې سکټور یوه مهمه برخه هم ده، تمه لرو، چې مولوی صدیقي د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو مصدر شي.»
دکابل د راضي ریاست د نوی ګمارل شوی رییس د ګمارنې متن د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوی حسین خورشید له خوا ولوستل شو او غونډه په دعایې سره پایته ورسېد.


رئیس اراضی ولایت کابل معرفی شد
مولوی فضل‌الباری‌فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری رئیس جدالتقرر ریاست اراضی ولایت کابل را به کارمندان آن اداره معرفی کرد.
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در مجلس معرفی مولوی نظر محمد صدیقی رئیس تازه تقرر یافته ریاست اراضی کابل در مورد کارکردهای گذشته‌اش به حاضرین صحبت داشت و آرزو نمود که مصدر خدمت بیشتر به مردم شود.
او گفت:" مولوی نظر محمد صدیقی در کمیسیون‌های مختلف امارت اسلامی کار نموده و شخص قابل اعتماد می‌باشد، فعلن که نظام مرکزی قوی تاسیس شده می‌تواند کارهای مفید به مردم انجام دهد، شما می‌دانید که حکومت قبلی اراضی را از بدنه وزارت جدا ساخته بود و مردم را به سرگردانی‌های زیاد سردچار ساخته‌بود، پس از آمدن امارت این اداره دوباره به وزارت زراعت تعلق گرفت، امارت از مظلوم دفاع می‌کند و سرکشان قانون را سرنش می‌کند، زراعتی بودن افغانستان یک امتیاز است، مدیریت اراضی مسوولیت بزرگی است و بخش مهم سکتور زراعت می‌باشد، انتظار داریم که مولوی صدیقی مصدر خدمات شایان شود". 
متن تقرر رئیس جدید ریاست اراضی کابل از سوی مولوی حسین خورشید احمد رئیس دفتر وزارت زراعت به خوانش گرفته‌شد و مجلس بادعایه پایان یافت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS