ننګرهار کې له ۵۷۲ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
۱۰ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۶ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د«AHF» مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د کلیو بیارغونې مؤسسې «RRAA» په تخنیکي همکارۍ، د دې ولسوالۍ د ترویج مدیریت سره په همغږۍ ۵۷۲ تنو ځایي اړمنو د څارويو لرونکو مالدارانو سره د متراکمه حيواني خوراکي او د چينجو ضد درمل مرسته وشوه.
دغه مرسته کې هر څاروی لرونکي مالدار ته ۲۰۰ کيلو ګرامه بوس، ۱۰۰ کيلو ګرامه متراکمه حیواني خوراکه او ۲ ليټره د چينجو ضد درمل ورکړل شوی دی.
وړاندې تردې هم د همدغې مؤسسي له لورې ورته شمېر کروندګرو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ورکړل شوي ول.
همدارنګه ذکر شوو بزګرانو ته د جوارو د کتاري او مالدارۍ اړوند روزنیز ټرینینګونه هم ورکړل شوي دي.
