د میدان وردګو ولایت جغتو کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې کېږي
۱۰ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۶ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د (STARS)مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالۍ له ۱۰۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
