د ننګرهار دکرنې ریاست: د کرنې میکانیزه کولو په موخه ناسته وشوه

mail-admin
Tue, Oct 25 2022 3:39 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: د کرنې میکانیزه کولو په موخه ناسته وشوه

۳ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد نن د خپل کار په دفتر کې د اطریش هېواد د کریټاس مؤسسې د بدیل معیشت برخې مسؤل توماس پرینتل او د هالنډ هېواد د کورډیډ مؤسسې د بېړنیو مرستو د برخې مسؤل پرشات شامغولې سره وکتل.
دغه پلاوی چې د افغانستان لپاره د کلیو د بیا ودانولو یا (RRAA) مؤسسې عمومي مسؤل، د  کورډیډ مؤسسې عمومي مسؤل او ولایتي مسؤل یي ملتیا کوله ننګرهار ولایت ته په دي موخه راغلي ول، چې دي ولایت کې د کرنې او مالدارۍ برخي وضعیت وڅېړي او د راتلوونکې لپاره د کرنې میکانیزه کولو په موخه منظم پلان ترتیب او مؤثرې پروژې پلې کړي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د لاسته راوړنو او پلي شوو پروژو په اړه رڼا واچوله او زیاته يي کړه چې په تېر یو کال کې کروندګرو ته د همکارو برنامو او مؤسساتو په همکارۍ د غنمو، شولو او سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوی سرې او همداراز بڼوالانو ته اصلاح شوي نیالګې وېشل شوي دي. 
مالدارانو ته د څارویو معیارې خوراکه وېشل شوي او د څارویو د مختلفو ناروغیو د مخنیوي په موخه واکسین تطبیق او د وقایي لپاره درمل او عامه پوهاوي هم ورکول شوي دي. 
محمد د اوبولګولو په برخه کې یادونه وکړه چې په یو شمېر ولسوالیو کې د همکارو مؤسسو او د کار په بدل کې د غنمو د ورکړي پروژی له لوري کروندګر ته د اوبخور او د اوبو د ښه مدیریت په موخه سربندونه، کانالونه، ویالې او ورښونه جوړ شوي، هغه زیاته کړه چې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروژې له طریقه په سلګونه متره  سرکونه هموار او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.
محمد زیاته کړه چې د کرنې میکانیزه کولو لپاره اړینه ده چې کروندګرو ته د بشري مرستو تر څنګ باید د کرنې برخه کې نوي تکنالوژۍ وروپېژندل شي، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې او همدارنګه کرنیز توکې په واک کې ورکړل شي. 
 د حصارک، هسکه مېنه، شېرزاد، خوګیاني، پچیراګام او یو شمېر نورو ولسوالیو په تنګیو کې د موسمي اورښتونو د اوبو زېرمه کولو لپاره چکډیمونه او سربندونه باید جوړ شي تر څو د اوبو د ضایعاتو او د خاورې د تخریب مخنیوي وشي او کروندګر وکولاې شي، چې د اوبخور لپاره په هر موسم کې اوبو ته لاس رسي ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS