د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو له خزانې نندارتون څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Oct 22 2022 10:11 AM
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو له خزانې نندارتون څخه لیدنه وکړه

د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د خزانې نندارتون په دریمه ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د کرنیزو محصولاتو له هټیو څخه لیدنه وکړه.
مولوي اميرخان متقي د دغه شان نندارتونونو جوړول د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې مهم وبلل او ويې ويل: دا يو ډېر ښه اقدام دى چې د کرنې وزارت د کرنيزو محصولاتو د نندارې او پلورلو په موخه دغه نندارتون جوړ کړى دى.  او دا د خوښۍ ځای دی چې  خلک په آزاده توگه راځي او گورو چې پېر کوي".
ښاغلي متقي په بهر کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په برخه کې د زمینو برابرولو  په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په بېلابېلو هېوادونو کې کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه وکړو او د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات نړۍ ته ور وپېژنو او د سوداګرو لپاره په هر هېواد کې کرنیز محصولات وپلورو".
د کرنیزو محصولاتو ۲۷ام خزاني نندارتون د ۱۴۰۱ کال د تلې له ۲۷ څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره جوړ شوی چې یوه بله ورځ به هم دوام وکړي.

سرپرست وزارت امور خارجه از نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی وزارت زراعت بازدید کرد

در سومین روز نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی وزارت زراعت مولوی امیرخان متقی سرپرست وزارت امور خارجه امارت اسلامی از غرفه‌های محصولات زراعتی بازدید کرد.
مولوی امیرخان متقی برگزاری چنین نمایشگاه‌ها را به منظور بازاریابی محصولات زراعتی و مالداری مهم دانسته و گفته" این یک اقدام بسیار خوب است که وزارت زراعت به منظور نمایش محصولات زراعتی و فراهم نمودن زمینه فروش آن این نمایشگاه را برگزار کرده و جای بسیار خوشحالی است که تجمع و رفت و آمد مردم را می‌بینیم که آزادانه می‌ آیند و خرید می‌کنند".
آقای متقی از تلاش‌ها به منظور بازاریابی محصولات زراعتی در خارج از کشور سخن زده افزود" ما تلاش داریم که در کشورهای مختلف برای محصولات زراعتی بازاریابی کنیم و محصولات زراعتی و مالداری افغانستان را به جهان معرفی نمایم و  برای تجار زمینه فروش محصولات زراعتی را در هر کشور فراهم می‌سازیم".
بیست‌وهفتمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی برای چهار روز از ۲۷ الی ۳۰ میزان ۱۴۰۱ برگزار شده است که یک روز دیگر نیز ادامه دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS