ننګرهار: دره نور کې په ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شول

user-admin
Tue, Oct 18 2022 2:09 PM
ننګرهار: دره نور کې په ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شول


۲۶ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي لګښت او د اکشن آیډ موسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د دره نور په ولسوالی کې ۱۰۰۰ تنه کروندګرو ته ۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ ټنه DAP او ۵۰ ټنه یوریا کیمیاوي سرې چې هر بزګر ته ۵۰ – ۵۰ کیلو سهم رسېدلی وه، د یوي غونډې په ترڅ کې وویشل شول. 
د یادو غنمو او کیمیاوي سرو د وېش پر مهال د ننګرهار دکرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد د د ملګرو ملتونو دخوړ او کرنې ادارې (FAO) سیمه ییز دفتر څخه په منني سره وویل، چې د FAO دفتر تل د بزګرانو سره نه ستړي کیدونکې مرستې ترسره کړيدي او تمه ترې کیږي، چې په راتلوونکې کې هم د دي ولایت بزګرانو او مالدارانو سره پوره همکارې وکړي.
ښاغلی محمد د اصلاح شوو تخمونو د اهمیت په اړه رڼا واچوله او زیاته يي کړه، چې باید ټول په خپلو ځمکو کې اصلاح شوي تخمونه وکرو تر څو په کم مصرف او کمې ځمکې څخه زیاته حاصل واخلو.
د یادونې وړ ده، چې د وېش پر مهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداې (FAO)  د سیمه ییز  دفتر مسؤل، د دره نور ولسوالی ولسوال، د کرنې مسؤلین، د اکشن آیډ موسسې سیمه ییز مسؤل او یو شمېر قومي مشرانو ګډون درلود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS