د لغمان دکرنې ریاست: د علینګار سیند بدل شوی مسیر بېرته ورغول شوه
۲۵ تله ۱۴۰۱ه.ش
۲۱ ربیعالاول ۱۴۴۴ ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند په بدیع آباد سیمه کې د زیاتو سېلابونو له وجې د علینګار سیند مسیر بدل شوی و، چې د کار په بدل کې خوړو پروګرام له لارې د یاد سید مسیر بېرته پخوانی حالت ته وګرځول شوه.
د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولی محسن وایي، چې دا پروژه د ۱۶۵ زره افغانیو په ارزښت بشپړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه له سېلابونو څخه د کرنیزو ځمکو او د خلکو د کورونو او کروندو خوندیتوب دی.
