لغمان کې د ځنګلونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې ګړندي شوي

user-admin
Sun, Oct 16 2022 2:04 PM
لغمان کې د ځنګلونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې ګړندي شوي


۲۴ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په داسې حال کې علیشنګ ولسوالی ته دځنګلونو د وچو  لرګیو د اجازت اودچارتراشو د قطع اوقاچاق دمخنیوي په اړه سفروکړ چې ددې ریاست دځنګلونودساتنې مدیرتوریالی پیغام هم ورسره ملګری و.
ښاغلي محسن دعلیشنګ ولسوالی د میل درې، ماسموت، ګونه پال، سائیګل، دوردورې اوشمکټ سیمو له قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو اود لرګیوکاروبار یانو سره دعلیشکنګ ولسوال قاري نورګل په حضورکې غونډه وکړه.
د لغمان دکرنې رییس دغونډې برخوالو ته د ځنګلونو د ارزښت په هکله خبرې وکړې نوموړی وویل: «ځنګلونه دهېواد طبیعي اوملي شتمني ده اود انسانانو په ژوند کې حیاتي رول لري نوساتل یې پرموږ اوتاسولازم ده.»
ښاغلی محسن زیاته کړه ځنګلونه دسیمې دښکلا سربېره انسانانوته اکسیجن تولیدوی، دبادونومخنیوی کوي، دسېلابونوڅخه دخاورې دتخریب مخنیوی کوي اوهمدارنګه د اوبوچینې او په خاصه توګه دځمکې لاندې اوبو په تصفیه کولوکې اساسي رول لري.
وروسته ښاغلی محسن ولسونو سره د وچولرګیو د اجازت اود چارتراشودقطع اوقاچاق د مخنیوي په اړه دکرنې وزارت پرېکړه  بیان کړه: هغه وویل:« وچ لرګي کوم چې په دړونو، ځنګلي سیمواو کلیوکې له پخوا څخه پراته وي دلرګیوکاروباریان او دسیمې خلک کولای شي، چې نوموړي لرګي داخل د ولایت اویا نورو ولایتونوته دسون توکولپاره صادرکړي، البته لوند لرګیو اوچارتراشو وهل او انتقال په مطلق ډول منع دي،که چیرې لوند لرګي او چارتراش په دړونو، په بارموټراو یاپه سیمه کې ولیدل شو، نوعاملین به یي دځنګلونو دقانون مطابق مجازات کېږي.»
د لغمان دکرنې رییس دلرګیود وچوالي دمعلومولو لپاره پلاوی وټاکه ترڅو د لرګیو وچوالی معلوم کړي.
دغه راز ښاغلي محسن په قومي مشرانوغږ وکړچې دپخوا په شان قومي ناغوته دوام ورکړي اوهیچاته دځنګل د قطع کولواجازت ورنکړي.
په ورته مهال کې د علیشنګ ولسوال قاري نورګل د وچولرګیو د اجازې هرکلۍ وکړاو د لغمان د کرنې رییس ته یې دلوند لرګیواوچارتراشو  دانتقال او د ځنګلونود وهلودمخنیوي په برخه کې ډاډ ورکړهغه زیاته کړه: «دلوندلرګيو انتقال او دځنګلونووهل په مطلق ډول دتېرپه څېر بندشوي دي اودمخنیوي په برخه کې به لاهڅې کووی..»
ښاغلی نورګل ټولوامنیتي پوستو اوچیک پاینټونو مسولینوته سپارښتنه وکړه، چې لانده لرګی ووړونکي اشخاصو لرګي سره د وسایط ضبط اوعاملین یې بندیان کړي.
دغونډې په پای کې دکلمان، بیلم، تګ اوسالاب اونورلام صیب درې د سیمو  قومي مشرانو، سپین ږیرو اوځوانانود لغمان د کرنې رییس څخه مننه وکړه چې ددوي ستونزې یې ترمشرانو رسولي اوهمدارنګه یې د وچولرګیو د اجازې هرکلۍ وکړ، نوموړي وقومي مشرانو د لغمان دکرنې رییس ته په لیکلي ډول تعهد لیک ورکړچې هیچاته به ددې اجازت ورنکړي چې دغره لانده لرګي ووهي اویايې انتقال کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS