لوګر کې بزګرانو ته د سرې او غنمواصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

user-admin
Sun, Oct 16 2022 11:37 AM
لوګر کې بزګرانو ته د سرې او غنمواصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو


۲۴ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (FGA) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د کیمیاوي سرو او د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر دکرنې رییس مولوی سیدامین هاشمي، د ترویج آمر محمدرفیع ابراهیمي د (FGA) ولایتي مسوول انجنیر مصطفی تسل او د لوګر ولایت مرکز اړوند یوشمېر بزګرانو ګډون کړي وو. 
د لوګر دکرنې رییس مولوی سیدامین هاشمي بزګرانو ته په خطاب کې وویل، چې وېشل شوي تخمونه دې له لار ښوونې سره سم وکري ترڅو یې حاصلات لا زیات شي.
په همدې حال کې د (FGA) مؤسسې ولایتي مسوول هم په خپلو خبرو کې د لارښوونې ترڅنګ زیاته کړه، چې له وېش روسته به هرې سیمې ته د لازمو لارښوونو لپاره ټیمونه ځي او هلته به بزګرانو ته لازمې لارښوونې وکړې او وخت ناوخته به یې څارنه کوي.
باید وویل شي، چې ددې پروګرام په ترڅ کې د لوګر ولایت د محمدآغې، برکي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې په ۲۲۳۴ بزګرانو په هر بزګر ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ترڅنګ یې ۵۰ کیلوګرامه سپیه او ۵۰ کیلوګرامه ډي،پي،آي سره وېشل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS