دکرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستیال سره وکتل

user-admin
Tue, Oct 11 2022 11:38 AM
دکرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستیال سره وکتل


۱۹ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستیال ثریابزرکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په دې کتنه کې وویل: «هغه کسان چې د افغانستان د خلکو لاس نیوی کوی، موږ یې احترام کوو، اوس چې د کار او خدمت زمینه برابره شوې ده، له ملګرو ملتونو او همکارانو څخه یې غواړو چې له بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو سره مرستې او همکارۍ وکړي، ددې لپاره چې د افغانستان د ډېری وګړي اقتصاد په یادو برخو ولاړ دي.»
مولوی صدر اعظم زیاته کړه: «کرنې وزارت پراختیایي پروګرامونو ته اړتیا لري، موږ چمتو یو چې د نړۍ ټولو هېوادونو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو زمینه برابره کړو، که دکرنې په برخه کې پراختیایي بودیجه په پام کې ونیول شي، د بزګرانو ستونزې ورسره هوارېږي.»
مولوی صدر اعظم دغه راز د پروژو د پلي کولو په برخه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، هغو ولایتونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، چې محروم پاتي ول او ډېر زیانونه یې لیدلي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستیال ثریا بزرکو وویل: «دکرنې وزارت د خوړو خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیت باید ادا کړي، د کړکېچنو حالاتو او د اقتصادي نزول پر وخت دکرنې وزارت مهم رول لوبوي، موږ ته مهمه خبره داده، چې دوه اړخیزې همکارۍ ولرو د افغانستان خلکو سره مرستې او کروندګرو او بزګرانو لپاره حل لارې پیدا کړو.»
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا لومړۍ ځل دی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال د کرنې وزارت له چارواکي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون ملل متحد در کابل
۱۹ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ثریا بزرکو معاون ملل متحد در کابل دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این دیدار گفت" با کسانی‌که دست مردم افغانستان را می‌گیرند احترام می‌گذاریم، حالا که زمینه خدمت و کار مساعد شده از ملل متحد و همکاران شان می‌خواهیم که با دهاقین، مالداران و باغداران که اقتصاد بیشر مردم وابسته به همین قشر بوده همکاری کنند".
مولوی صدراعظم اضافه نموده است:" وزارت زراعت نیاز به پروگرام‌های انکشافی دارد، ما با تمام ممالک دنیا آماده‌ایم زمینه خدمت را مهیا بسازیم، اگر بودیجه انکشافی در بخش زراعت در نظر گرفته شود یقینا که از مشکلات دهاقین کاسته می‌شود.»
مولوی صدراعظم بر شفافیت در تطبیق پروژه‌ها تاکید نموده و گفته است اولویت‌دهی به ولایت‌های شود که ضرورت بیشتر و محروم بوده اند.
ثریا بزرکو معاون ملل متحد در کابل گفت:" وزارت زراعت مسوولیت خویش را در قبال مصوونیت غذایی ادا نماید، در حالت‌های بحرانی و نزول اقتصادی وزارت زراعت نقس مهم دارد، برای ما مهم است که همکاری دوجانبه داشته باشیم با مردم افغانستان کمک و راه حل برای زارعین و دهاقین پیدا نماییم."
این نخستین دیدار معاون ملل متحد در افغانستان پس از روی کار آمدن امارت اسلامی با مقام وزارت زراعت بوده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS