کابل کې د فوميګېشن او قرنطيني افتونو د کنټرول مرکز پرانيستل شو

user-admin
Tue, Oct 04 2022 5:45 PM
کابل کې د فوميګېشن او قرنطيني افتونو د کنټرول مرکز پرانيستل شو


۱۲ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې وزارت په همکارۍ د کنډافروډ سوداکريز شرکت له خوا  د کابل په صنعتي پارکونو کې په نړيوالو معيارونو برابر د فوموګېشن او قرنطيني افتونو د کنټرول مرکز جوړ او د اسلامي امارت د يوشمېر چارواکو په شتون کې پرانيستل شو.
د قرنطيني افتونو دکنټرول او فوميګېشن ياد مرکز  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ ددې وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدر اعظم، د سوداکرۍ او پانګونې خونې رييس خان‌جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره خونې پلاوي لومړی مرستيال محمدیونس مهمند او د بېلابېلو دولتي اداراتو استازو په شتون کې نن د کابل پلچرخي صنعتي پارکونو کې پرانيستل شو. دا شرکت چې د کندافروډ سوداګريز شرکت له خوا جوړه شوې ده په نړيوالو معيارونو برابر دی.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ ددې مرکز په پرانيست غونډه کې امنيت د خدای (ج) ستر نعمت وباله او ويې ويل  چې امارت په ټولو برخو کې پرمختګ ته ژمن ده :"
د امارت له مشرتابه تر ټيټ پوړو چارواکو ټول ژمن يو چې کار وکړو، دا يو مثبت کار دی، په دې مرکز کې کورني محصولات چک کېږي او تر تائيد وروسته بهر ته صادرېږي، په دې سره د هېواد صادرات هم ډېريږي".
ښاغلی عمري زياته کړه:"اوس مناسب بستر رامنځته شوی دی، کار ته اړتيا ده، هر هغه هېواد چې د کرنې په برخه کې پرمختګ وکړي اقتصاد يې هم ورسره ښه کېږي، اوس جنګ خلاص شوې ده او امارت هم د کرنې، سوداکرۍ او صنعت برخو پرمختګ ته پاملرنه کوي، په تېر يو کال کې مو يوشمېر کړنې ترسره کړي دي، لکه د قوش تیپې کانال، د افغانستان په تاريخ کې داسې پروژه پلي شوی نه دی، ياد کانال د مزار،  اندخوی او جوزجان په ولايتونو کې درې مجهز او معياري کامپلکسونه لري،له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړم چې راشي او کار وکړي، موږ ورسره همکارۍ او ترې ملاتړ کوو".
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم ددې مرکز پر پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل:"د خوښۍ ځای ده، چې د داسې بنسټيز او اساسي کار پرانيسته کوو، د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ لپاره يو مثبت ګام دی، هر هېوادوال چې وغواړي کار وکړي ورته اسانتياوې برابروو".
په همدې حال کې د افغانستان د سوداکرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزی هم د کرنې، صنعت او سوداکرۍ پر اهميت خبرې وکړې ويې ويل :" په هر هېواد کې کرنه، صنعت او سوداکرۍ لوړ اهميت لري، ډېر مهم دی، په کار و بار او توليد کې اهميت لري، که څومره ځواک هم ولرو خو که ترڅنګ يې توليدات او حاصلات و نه لرو، ستونزې جوړوي، له دولت څخه غواړو چې سيستم جوړونه وکړي او خصوصي سکټور چوپړتياوې وړاندې کړي".
په همدې حال کې د کندا فروډ د مرکز اداري مسوول نجیب‌الله‌مومند د فومېګېشن د مرکز د جوړولو پر موخو خبرې وکړې زياته کړه:" دا مرکز مو د کورنيو باکيفيته محصولاتو د صادراتو په موخه جوړ کړي دي، د افغانستان د پرځان بسياينې او پرمخټګ لپاره يو ګام دی، دکرنې وزارت او اسلامي امارت څخه مننه کوم، ددې پروژې د پلي کولو په برخه کې يې لازمې همکارۍ کړي دي، پخوا سوداګرو له ميليونونه ډالره تاوان سره مخ ول، ځکه کله چې له چک پرته خپل محصول بهرنيو هېوادونو ته لېږدول که بهرني هېوادونه په کې کوم آفت په ګوته کړل، محصول يې بېرته مستردول، خو دا چاره اوس په لږې پيسې او لږ وخت ترسره کېږي".
ياد مرکز د نړيوال روغتيايي ادارې (WHO) په معيارونو برابر دي او د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ محصولات په کې چک کېږي او بيا بهر ته صادرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې د کندهار په ولايت کې هم په نړيوالو معيارونو برابر د فوميګېشن او قرنطيني افتونو کنټرول مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

افتتاح مرکز فومیگیشن و کنترول آفات قرنطینی در  کابل
۱۲ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مرکز فومیگیشن و کنترول آفات قرنطینی در کابل توسط شرکت تجارتی کندا فرود در همکاری وزارت زراعت برابر با معیار‌های جهانی در پارک‌های صنعتی کابل ساخته شده  با حضور داشت مقامات امارت اسلامی افتتاح شد.
 این مرکز فومیگیشن و کنترول آفات قرنطینی کابل امروز در حضور داشت مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت، مولوی صدراعظم معین مسلکی این وزارت، خان‌جان الکوزی رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌‎گذاری، محمدیونس مهمند معاون اول هیات مدیره اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان و نماینده‌گان ادارات مختلف دولتی در پارک‌های صنعتی پلچرخی کابل افتتاح گردید. این مرکز توسط شرکت تجارتی کندافوت ساخته‌شده‌است و برابر به معیارهای جهانی می‌باشد.
مولوی عطاالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت در جریان محفل افتتاح این مرکز امنیت را بزرگ‌ترین نعمت خداوند عنوان نموده اظهار داشت که امارت متعهد به پیشرفت همه بخش‌ها می‌باشد :" از سطح رهبری امارت تا پائین همه تعهد داریم که کار می‌کنیم، این یک قدم مثبت است، در این مرکز محصولات داخلی چک شده و بعد از تائید به بیرون انتقال می‌یابد، صادرات وطن هم زیاد می‌شود".
آقای عمری افزود" حالا بستر مساعد شده نیاز به کار می‌باشد، هر مملکت که در زراعت پیشرفت داشته باشد اقتصاد آن نیز بهبود پیدا می‌کند، حالا جنگ خلاص شده و توجه امارت هم روی پیشرفت زراعت، تجارت و صنعت می‌باشد، کارهایی را در یک سال گذشته انجام داده‌ایم، مثل کانال قوش تیپه، در تاریخ افغانستان چنین پروژه تطبیق نشده بود، این کانال دارای سه کامپلکس مجهز و معیاری در مزار، اندخوی و جوزجان می‌باشد، از تمام تاجران و سرمایه‌گذاران می‌خواهیم که بیایند کار کنند، ما حمایت و همکاری می‌کنیم".
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت از افتتاح این مرکز ابراز خرسندی کرده گفت:"جای خوشحالی است که کار بنیادی و اساسی را افتتاح می‌کنیم، گام مثبت به سمت پیشرفت زراعت و مالداری می‌باشد، هر هموطن که بخواهد کار کند سهولت فراهم می‌کنیم".

 در همین حال خان جان الکوزی معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان نیز در مورد اهمیت زراعت صنعت و تجارت صحبت کرده گفت :" زراعت، صنعت و تجارت در هر کشور از اهمیت بالای برخورداراند، مهم است، کار و بار و تولید اهمیت دارد، هر قدر قدرت داشته باشیم، مگر تولیدات و پیداوار نباشد، مشکل است، از زراعت و تولید وابسته‌ به همین سه صنعت می‌باشد و از دولت هم می‌خواهیم سیستم‌سازی کند و سکتور خصوصی عرضه خدمات کند".
در عین حال نجیب‌الله‌مومند مسوول اداری مرکز کندافروت هدف ساخت مرکز فومیگیشن را بیان کرده افزود:" این مرکز را به منظور صادرات محصولات باکیفیت داخلی ساخته‌ایم، گامی است برای پیشرفت و خوکفایی افغانستان، از وزارت زراعت و امارت اسلامی ابراز سپاس می‌نمایم، همکاری لازم را برای تطبیق این پروژه انجام داده‌اند، سابق به میلیون‌ها دالر با تاجران ضرر وارد میشد، چون وقتی محصول خود را بدون چک انتقال می‌دادند کشورهای بیرونی اگر آفتی را در آن می‌یافت، دوباره محصول را مسترد می‌گرد، حال با پول و زمان کم این کار صورت می‌گیرد".
این مرکز مطابق به معیار‌های سازمان جهانی بهداشتWHO  می‌باشد و محصولات زراعتی، مالداری و باغداری افغانستان در آن چک شده و بعد از آن اجازه صادر شدن دریافت می کند.
این در حالی است که چندی قبل نیز  یک مرکز  بزرگ فومگیشن یا کنترول آفات قرنطینی  مطابق به معیار های جهانی در ولایت کندهار ساخته شد بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS