د کندهار ولایت د کرنې رییس د سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي سره وکتل
۲ تله ۱۴۰۱ هـ.ش
د کندهارولایت سوداګرۍ خونې رییس په مشري د سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي د کرنې ریاست له رییس سره ناسته ترسره کړه.
دکندهاردسوداګری خوني ريس حاجي محمدصديق مومندپه مشري دکندهارولایت د وچو ميوو داتحاديي سوداګرو او دسوداګرۍ خوني مديره پلاوي دکندهاردکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست ریيس مولوي مظلوم سره په لېدنه کې دفوموګيشن پراهميت او پرصادراتو باندي دهمدي عمليي په پلي کولو ټينګاروکړ ترڅو زموږصادرات او په ځانګړې ډول وچه ميوه په نړیوال مارکېت کې اعتبارپيداکړ.
د کندهار ولایت د کرنې رییس مظلوم ددوۍ خبرې په غور سره واوریدې او د افغانی صادراتو دفوموګیشن (مکروب ضد) درملو په شیندلو، اوهيواد ته دبي کیفیته کوډنو د وارداتو مخنوي په موخه یې د سوداګرې او کرنې ریاست له خوا يوه ګډه کمېټه جوړه کړه ترڅو دفوموګيشن عمليي دشروع لپاره يو طرزالعمل جوړکړي.
