د لوګر دکرنې ریاست: د څرخ ولسوالی اړوند د ناور کانال چارې بېرته پیل شوې
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالی ناور کانال چارې، چې د یادې سیمې خلکو لخوا د ځینو ستونزو له وجې درول شوي وو، تېره ورځ یې چارې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او د یادې ولسوالی ځایي مسؤولینو په هڅه او منځ ګړیتوب ستونزې حل او کار یې بېرته پیل شو.
د یادولو وړ ده، چې دغه کانال (کار د غنمو په بدل کې) له پروژې څخه چې د کرنې ریاست لخوا پیل شوی وو پلي کېږي.
