د لوګر دکرنې ریاست: لسګونه جربیه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

user-admin
Wed, Sep 21 2022 2:41 PM
د لوګر دکرنې ریاست: لسګونه جربیه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه


۳۰ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت اړوند د څرخ ولسوالی ډبر خواجه کلي کې ۱۱۰ جربیه املاکي(دولتی) ځمکه  چې د دوه قومونو پرې دعوا وه او  کورونه یې پرې جوړ کړي وو له غصب څخه خلاصه شوه او املاکي ثابت شوه.
 دغه ځمکه د څرخ ولسوالی د غصب مخنیوی کمېټې او ځایي مسؤولینو په ګډه همکارۍ تثبیت او د قضای امارت له حکم څخه وروسته پرېکړه وشوه، چې یاده ځمکه دولتي ده.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د غصب مخنیوی مرکزی کمېټې غړو او قضای امارت محکمې غړو په همدې موخه څرخ ولسوالی ته په ګډ سفر کې له ځایي خلکو سره ولیدل او د قضای امارت له لوري شوې پرېکړه یې ورته اعلان او د غصب مخنیوی اړونده یې لازمې لارښوونې وکړې.
په پرېکړه کې، ذکر شوی وو چې ټولې املاکي ځمکې به تصفیه کېږي هیڅوک حق نلري، چې دولتي ځمکه غصب کړي،غاصبین به قضايي او عدلي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS