د قوش تیپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په پار ګډه ناسته
۲۸ وږی ۱۴۰۱ه.ش
۲۲صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې وزارت، د ملي پراختیا ادارې، د بلخ ولایت او د جوزجان ولایت د چاراکو په شتون کې د بلخ ولایت په ودانۍ کې د قوش تیپې کانال د چارو د پرمختګ د ارزونې په پار ګډه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د بلخ والي مولوی قدرت الله ابوحمزه، د الفتح قول اردو قومندان مولوی امیر خان حقاني، د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عتاش او د جوزجان ولایت مرستیال والي مولوی ګل محمد شتون درلود.
د غونډې ګډونوال له ناستې وروسته د قوش تیپې کانال له سربند ددې کانال تر مقصد پورې سیمې څخه لیدنه وکړه او دغه راز د کلدار ولسوالی ته چې د تاجیکستان پر پوله پروت دی هم ولاړل او د قوش تیپې کانال د کاري پرمختګ څخه لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «د ځمکې غصب څخه مخنیوی، د کانال د مسیر سروې، د خلکو املاکو ته پاملرنه، چې هټۍ، هستوګنځي او کرنیزې ځمکې دي اساسي موضوعات دي، چې باید په پام کې ونیول شي او چارې په همغږۍ پرمخ ولاړې شي.»
وروسته د بلخ والي، د الفتح قول اردو قومندان او دجوزجان مرستیال والي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دي.
د بلخ والي مولوی قدرت الله ابوحمزه وویل: «ددې پروژې چارې چې څومره چټکې شي موږ خوشحالېږو، ځکه د زرګونو خلکو اقتصاد په دې تړلې ده.»
دغه راز د جوزجان مرستیال والي ددې کانال کار ګډ مسوولیت وباله او ویې ویل: «دا چاره د اسلامي امارت یو ستر مسوولیت دی، چې دا پروژه په سمه توګه پلي کړي، ډاډ ورکو چې د پلي کولو په پآر یې هر ډول هلې ځلې کوو.»
په همدې حال کې د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عتاش د یاد کانال د چارو پر پرمختګ خبرې وکړې او ویې ویل: «چارې په چټکۍ پرمخ تللي دي، له توقع لا زیات کار شوی، چې ټولو ته د ویاړ ځآی دی، نه یوازې یو کس ته، هلې ځلې مو کړئ، چې د پروژې چارې په سمه توګه پلي شي، که په دقت کار وکړو له اقتصادي پلوه ډېرې ښې پایلو ته رسېږو.»
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د پروژې له ټولو چارو اوسربند څخه لیدنه وکړه او وروسته د حیرتان بندر څخه مزارشریف ښار ته راستون شول.
د قوش تیپې کانال د افغانستان اسلامي امارت له سترو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د بلخ ولایت د کلدار په ولسوالی کې، ددې پروژې د لومړي فاز چارې ۲۰ سلنه پلي شوي، او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي.
نشست مشترک به منظور ارزیابی پیشرفت کاری کانال قوش تیپه
۲۸ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
نشست مشترک با حضور داشت مسوولان وزارت زراعت، اداره انکشاف ملی، ولایت بلخ، ولایت جوزجان در ساختمان ولایت بلخ به منظور ارزیابی بیشرفت کار کانال قوش تیپه برگزار شد.
در این نشست مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی قدرت الله ابوحمزه والی بلخ، مولوی امیر خان حقانی قوماندان قول اردوی الفتح، عبدالرحمان عتاش رئیس شرکت انکشاف ملی و مولوی گل محمد معاون والی جوزجان اشتراک کرده بودند.
مسوولان اشتراک کننده در نشست متذکره پس از برگزاری این نشست از سربند الی مقصد کانال قوش تیپه بازدهید کرده و همچنان به ولسوالی کلدار در سرحد تاجیکستان رفته و از پیشرفت کار کانال قوش تیپه نیز دیدن نمودند .
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این نشست گفت" موضوعات اساسی جلوگیری از غصب زمین، سروی مسیر کانال، توجه به املاک مردم، دوکان ها، منازل مسکونی، زمینهای زراعتی میباشد که باید در نظر گرفته شود و کارها در هماهنگی به پیش رود".
پس از آن والی بلخ، قوماندان قول اردوی الفتح و معاون والی جوزجان صحبت نموده و اطمینان دادند که که آماده هر نوع حمایت و همکاری میباشند.
مولوی قدرت الله ابو همزه والی بلخ گفت" هرقدر کار این پروژه سرعت یابد خوشحال میشویم چون اقتصاد هزاران نفر وابسته به آن است".
همینگونه معاون والی جوزجان کار این کانال را مسئولیت مشترک دانسته گف" یکی از مسوولیت های کلان امارت اسلامی میباشد که این پروژه را بهتر تطبیق کنند و اطمینان است و در تطبیق آن هر نوع سعی و تلاش میکنیم".
در همین حال عبدالرحمان عتاش رییس شرکت انکشاف ملی از از سرعت در پیشرفت کار ها سخن زده افزود" کارها به سرعت پیش رفته است تاجایی که از توقع بیشتر افتخار تطبیق پروژه برای همه است نه برای یک شخص کوشش کرده ایم که پروژه بهتر تطبیق شود اگر به دقت کار کنیم نتایج بسیار به مراتب بهتر از لحاظ اقتصادی حاصل میکنیم".
قابل ذکره می باشد که هئت متذکره از تمام کار و طول پروژه از سربند الی مقصد بازدید کرده و بعد به بندر حیرتان و به شهر مزار شریف برگشت نمودند.
کانال قوش تیپه از بزرگترین پروژهای آبیاری امارت اسلامی افغانتسان به حساب میآید که ۲۰ درصد از فاز اول این پروژه در ولسوالی کلدار ولایت بلخ تطبیق شده و متباقی کار آن به سرعت ادامه دارد.
