د پکتیکا دکرنې ریاست: د آغان خان مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د مېوو دوه سړې خونې جوړېږي
۲۶ وږی ۱۴۰۱ه.ش
۲۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوی محب الله حماس او د کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د آغاخان مؤسسې له چارواکو سره د لیدنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې په دوه اړخیزو همکاریو د خبرو اترو څنګ د همغږۍ په رامنځته کولو هم ټینګار وشو.
دغه راز په دې غونډه کې د آغاخان مؤسسې چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، د دوی مؤسسه په پام کې لري، چې د پکتیکا په خیرکوټ او اورګون ولسوالیو کې د مېوو د ساتنې په پار دوه سړې خونې جوړې کړي.
په همدې حال کې د پکتیکا دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب دوی ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې ریاست تاسو سره په هر برخه کې پوره همکاري کوي.
ښاغلی شکیب د آغاخان مؤسسې له چارواکو وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې د ارزښت وړ پروژې پلي کړي.
