دکرنې سرپرست وزیر د سوېل او ختیځ زون د کیمیاوي سرو تولیدوونکو او سوداګرو سره وکتل

user-admin
Mon, Sep 12 2022 2:22 PM
دکرنې سرپرست وزیر د سوېل او ختیځ زون د کیمیاوي سرو تولیدوونکو او سوداګرو سره وکتل


۲۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري د هملند، کندهار او ننګرهار ولایتونو د کیمیاوي سرو تولیدوونکو او یوشمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې د یادو ولایتونو د سرو تولیدوونکو او سوداګر له هېواده بهر په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه دبې کیفیته کیمیاوي سرو په قاچاقي وارداتو نیوکه وکړه او د بندېدو غوښتنه یې وکړل.
په دې غونډه کې دغه راز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وویل، چې د کیمیاوي سرو د تولید د ودې او د بې کیفیته سرو د وارداتو د مخنیوي په پار به جدي اقدام کوي او حل لار ورته پیداکوي.
دغه راز د ناستې په څنډه کې، دکرنې سرپرست وزیر د سپین بولدک بندر د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي محمد صدیق سره وکتل.
په دې کتنه کې حاجي محمدصدیق د کیمیاوي سرو او بې کیفیته کیمیاوي سرو د قاچاق د مخنیوي په پار د حل لارې پیداکولو غوښتونکی شو.
تر دې وړاندې هم د استفاده جویو شرکتونو له خوا د قاچاق له لارې هېواد ته بې کیفیته سرې واردېدل، چې بزګرانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS