د ننګرهار په ۷ ولسوالیو کې د څارویو د واکسین کمپاین پیلېږي

user-admin
Sun, Sep 11 2022 9:30 AM
د ننګرهار په ۷ ولسوالیو کې د څارویو د واکسین کمپاین پیلېږي


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د ختیځ زون سیمه مسؤل خوشحال آصفي او د ختیځ لبنیاتو ټولنې مسؤل سره وکتل.
ددې کتنې پر مهال ښاغلی آصفي یادونه وکړه، چې له څو میاشتو راهسي ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د څارویو د پوستکې ناروغي (لمپي سکین) خپره شوې ده، دغه اداره په پام کې لري، چې د ختیځ لبنیاتو ټولنې اړوند د ۷ ولسوالیو (بهسود، چپرهار، غني خېل، سرخرود، بټي کوټ، کوزکونړاو کامې) مالدارانو ته چې یادې فابریکي ته د پروسس لپاره شیدې ورکوي حیواناتو ته یې د ذکر شوي ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړي. 
آصفي زیاته کړه، چې د یو ورځنۍ ورکشاپ د دایرېدو څخه وروسته به پر څارویو ۲۰ زره دوزه واکسین تطبیق شي، تر څو د څارویو د پوستکې ناروغۍ مخنیوي وشي او تر څنګ يي د مالدارانو اندېښنه لري شي. 
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد د واکسینو د کمپاین د پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او په دغه برخه کې يي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS