دخوړو په بدل کې دکار پروګرام په نیمزو کې یوشمېر کسانوته دموقت کار زمينه برابره کړې ده
۱۹ وږی ۱۴۰۱ه.ش
۱۳صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه.ق
د نیمزور ولایت د خاشرود په ولسوالی کې دخوړو په بدل کې دکار دپروګرام په پيلولو سره ددغې ولسوالی یوشمېر اوسيدونکو ته دموقت کار زمينه برابره شوې ده.
د نیمزو د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په ترڅ کې د خاشرود ولسوالی د یوشمېر دسړکونه ترميم او کريړ کېږي، چې ورسره به د ۱۵ کلیو د تګ راتګ ستونزې هوارې او دوی ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
ددغه پروګرام په پيلولو سره له يوې خوا دسيمې خلکو ته په دغو برخوکې اسانتياوي برابري شوي دي اوله بلې خوا سلګونو تنو ته
