د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په پېژندغونډه کې د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوی ګډون
۶ وږی ۱۴۰۱ه.ش
۳۰ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير
مولوی عطأالله عمري، مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم او دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضلالباري فضلي په هغه غونډه کې، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په توګه د مولوی عبدالرحمن راشد د پېژندنې په موخه جوړه شوې وه ګډون کړي وو.
ښاغلی راشد نن د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، ددې وزارت د مسلکي مرستيال په توګه د ياد وزارت کارکوونکو ته ور و پېژندل شو او خپلې چارې يې پيل کړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په پېژندغونډه کې، ددې وزارت سرپرست وزير مولوی خلیلالرحمن حقاني، د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست حاجي ادریس، د اطفايې لوی رييس مولوی نورالله انصار، د کډوالو او کرنې وزارتونو رييسانو، يوشمېر مجاهدينو او د اسلامي امارت يوشمېر نورو چارواکو هم شتون درلود.
د غونډې په پيل کې، د اسلامي امارت د رياست الوزراء د فرهنګي برخې رييس مولوی عبدالباقي منصور د اميرالمؤمنين شيخ هبت الله اخوند فرمان ولوستل.
دغه راز په ياده غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عطاءالله عمري خبرې وکړې او ويې ويل:"د شکر ځای ده، چې له ۴۵ کالو وروسته د هېواد وضعيت ښه شوی دی، امنیت ټينګ دی، خلک په ارامه فضاکې ژوند کوي، هغه هېوادوال چې د جهاد په دوره کې کډوال شوي دي، اسلامي امارت او د کډوالو چارو وزارت يې پر بېرته راستنېدو کارکوي ترڅو اسانتياوې برابرې کړي، ټولو ته د برياليتوب هيله کوم".
وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوی خلیل الرحمن حقاني خبرې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان خلک د جهاد په دوره کې ډېرې ستونزې او ناخوالې ګاللي دي او په دې وروستيو مياشتو کې زلزلې او سېلابونه خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي، ګډ کار ته اړتيا ده ترڅو د خلکو ستونزو ته رسېدنه ووشي، د ښاغلي راشد تېر عالي مديريت ته په کتو هغه کولای شي، چې زموږ يو ښه همکار وي".
وروسته مولوی عبدالرحمان راشد په خپلو خبرو کې وويل:"زموږ هېوادوال د څو لسيزو په ترڅ کې د کډوالۍ کړوال تېروي، د سره پوځ يرغل څخه را په دېخوا خلک بې ځايه او بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول، د امارت په راتګ سره وضعيت ښه شوی دی او هرڅه چې مو په وس کې وي د کډوالو او راستنېدونکو لپاره کار کوو".
بايد وويل شي، چې مولوی عبدالرحمن راشد تر دې مخکې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست وزير په توګه دنده ترسره کول.
اشتراک رهبری وزارت زراعت در معرفی معین مسلکی وزارت مهاجران و عودت کنندگان
۶ سنبله ۱۴۰۱ه.ش
مولوی عطاءاللهعمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی صدراعظم معین مسلکی، مولوی فضلالباری فضلی معین مالی و اداری این وزارت در محفل معرفی مولوی عبدالرحمن راشد منحیث معین مسلکی وزارت مهاجران و عودت کنندگان اشتراک نمودند.
آقای راشد امروز طی محفل باشکوی در تالار مجالس وزارت مهاجران و عودت کنندهگان معرفی و به کارش آغاز کرد. در محفل معرفی معین مسلکی وزارت مهاجران و عودت کنندگان مولوی خلیلالرحمن حقانی سرپرست این وزارت، حاجی ادریس سرپرست بانک مرکزی افغانستان، مولوی نورالله انصار رئیس عمومی اطفائیه، روساء وزارت زراعت و مهاجران، مجاهدین و فرماندهان امارت اسلامی نیز حضور داشتند.
در آغاز محفل مولوی عبدالباقی منصور رئیس بخش فرهنگی ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان فرمان امیرالمومنین شیخ هبت الله آخوند زاده را قرائت نمود.
مولوی عطاءالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری صحبت نموده اظهار داشتند:" جای شکر است که پس از ۴۵ سال وضعیت کشور بهتر شده، امنیت برقرار است، مردم در فضای آرام زندگی میکنند، او تعداد مردم که در طی دوره جهاد مهاجر شده اند، امارت اسلامی و وزارت مهاجران برای برگرداندن آنها کار میکند تا سهولت فراهم کند، برای همه موفقیت آرزو میکنیم".
پس از آن مولوی خلیل الرحمن حقانی سرپرست وزارت مهاجران و عودت کنندهگان صحبت نموده و اظهار داشتند که مردم افغانستان در دوره جهاد تکلیفهای زیادی را متقبل شده و اند در ماههای اخیر سیلابها و زلزله به مردم زیان وارد کردهاست، نیاز به کار مشترک است تا به مشکلات مردم رسیدگی شود و آقای راشد میتواند با توجه مدیریت عالی گذشته همکار خوب ما باشد".
بعدآ مولوی عبدالرحمان راشد به ایراد سخن پرداخته فرمودند:" مردم ما چندین دهه است که زجر مهاجرت را میکشند، از زمان تجاوز سرخ مردم آواره شده و کشورهای مختلف مهاجر شدند، با آمدن امارت وضعیت بهتر شده و هرچه در توان داریم برای مهاجران و برگشت کنندهگان کار میکنیم".
قابل ذکر است که مولوی عبدالرحمن راشد پیش از این منحیث سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ایفای وظیفه میکرد.
