کندهار کې د اوبو د یوه بند رغنیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي

user-admin
Sat, Aug 20 2022 11:26 AM
کار ساخت یک بند آبگردان در کندهار 80 درصد تکمیل شده است


۲۹ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم کندهار ولایت ته د خپل سفر ته ترڅ کې، ددې ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالی د سوزني په سیمه کې د اوبو د یوه بند له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم چې د یاد چکډم د چارو د اروزنې په پار شاه ولی کوټ ولسوالی ته سفر کړی؛ د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا حسین خورشید، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د بذري تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله، د کورني څارنې رییس مولوی نصرت او د بوټو ساتنې رییس عبدالرحمن شېرزاد غوربندی یې ملتیا کوي.
د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالی د سوزني سیمې اوسیدونکو د یاد بند  دجوړولو هرکلۍ کوي، او په دې سیمه کې د نورو چکډمونو د جوړولو غوښتونکي دي. د شاه ولي کوټ ولسوالی یوشمېر اوسیدونکي وایي، چې ددې بند جوړول زموږ په سیمه کې د اوبو په زیاتوالي کې رغنده رول لري او که د یاد بند په څېر نور بندونه هم جوړ شي په دې سیمه کې د اوبو د کمښت ستونزه په بشپړه توګه له منځه ځي.
ددې چکډم د جوړولو چارې نږدې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې، چې د ځمکې لاندې اوبو د زیاتوالی او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په پار جوړېږي، چې دمګړۍ یې رغنیزې چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS