‎د کندز دکرنې رياست: کندز کې د پستې حاصلات ۴۰ سلنه زيات شوي

user-admin
Thu, Aug 18 2022 9:33 AM
‎د کندز دکرنې رياست: کندز کې د پستې حاصلات ۴۰ سلنه زيات شوي

د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولايت کي د پستې د حاصلاتو له ۴۰ سلنې زياتوالي خبر ورکوي.
‎د کندز دکرنې رياست د چارواکو په خبره سږکال د پستې له ٢١٠٠٠ هکټار ځنګلونو څخه ١٥٠ ټنه د پستې حاصلات ټول شوي، چي داشمېره تېرکال  ٧٣ ټنه وه. ښه اقليم، په خپل وخت د پستې حاصلات راټولول، د ځنګلونو ساتل او د حکومت لخوا د ځنګلونو حفاظت د حاصلاتو د لوړېدلو عوامل دي.
‎ د کندز د کرنې رياست چارسمبال عبدالغفار صديقي وويل: " اقليمي شرايط، ژمني او پسرلني ورښتونه، د پستو د ځنګلونو حفاظت، د ځنګلونو د قطع کولو مخنوي او د کرنې وزارت لخوا د ځنګل په اهميت د خلکو پوهه د حاصلاتو د زياتوالي اصلي لاملونه دي". 
‎ښاغلي صديقي وويل، ډېری حاصلات د کندز ولايت د علي آباد، خان آباد، امام صاحب، آقتاش او ارچې ولسواليو څخه لاس ته راغلي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS