ننګرهار کې د څارویو ویروسي ناروغۍ په اړه یوشمېر مالداران وروزل شول
۲۲ زمری ۱۴۰۱ه.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ ددې ولایت د سرخرود ولسوالی یوشمېر مالداران د څارویو د ویروسي ناروغیو د مخنیوي په برخه کې روزلي دي.
دا روزنه پداسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې په زیات شمېر څارویو کې د پوستکې د پړسوب ویروسي ناروغي خپره شوي وه.
ددې روزنیز پروګرام موخه د مالدارانو وړتیا لوړول او د څارویو خوندیتوب دی.
