ننګرهار کې د شولو، جوارو، سویابینو او میؤو د کروندې ورځ ترسره شوه

user-admin
Tue, Aug 09 2022 3:04 PM
ننګرهار کې د شولو، جوارو، سویابینو او میؤو د کروندې ورځ ترسره شوه


۱۸ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو خدمتونو امریت له لوري، د شیشم بڼ څېړنیز فارم کې د شولو، جوارو، سویابینو او میؤو د کروندې ورځ جوړه شوه. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئيس مولوی عبدالستار محمد د کروندې د ورځي په اهمیت رڼا واچوله او زیاته يي کړه، چې د دغسې ورځو په دایرولو سره کولو شو چې خپلي تجربې، لاسته راوړنې او ستونزې یو له بل سره شریکي کړو.
هغه وويل: "اړینه ده، چې د ولسوالیو په کچه هم باید د کروندې ورځې جوړې شي تر څو بزګران تشویق او وکولاي شي، چې د نوي تکنالوژۍ سره اشنا او خپلی تجربې یو له بل سره شریکې کړي".  
وروسته د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري او د څېړنیز فارم متخصصینو لخوا د کروندو او تجاربو په اړه معلومات ګډونوالو سره شریک شول. 
په ورته مهال د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئيس مولوی عبدالستار محمد د څېړنیز فارم د خاورو لابراټوار او د تخمونو د پاکولو پروسه هم له نږدې وکتل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS