د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کیمیاوي سرو له هټیو څارنه او ارزونه وشوه

user-admin
Sat, Aug 06 2022 11:07 AM
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کیمیاوي سرو له هټیو څارنه او ارزونه وشوه


۱۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په وړاندیز، ددې ادارې د مسلکي ټیم ترڅنک، یوې گډې کمیټې ته چې په ترکیب کې یې د هلمند د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د چاپېریال ساتنې ریاست  او دکیمیاوي سرو دټولنې استازي شامل دي؛ دنده سپارلشوې ده، چې هلمند کې د کیمیاوي سرو (کودونو) دکارباریانو له دوکانونو تقلبي کیمیاوي سرې راتولې اودکرنې ریاست په گدامونو کې یې زېرمه کړي. 
ددې پروسې موخه دادی تر څو ټول هغه ممنوعه کودونه چې د بزګرو کښتونو ته زیان اړوي او له مرکز څخه یې په پېر او پلور بندیز لګول شوی دی مخه ونیول شي .
په همدې موخه نوموړي ټیم د خپل پلان له مخې له ګڼو هټیو لیدنې وکړې ،یو شمېر کاروباریانو خپل دوکانونه د پلاوي له ورتګ څخه د خبرېدو پر مهال وتړل تر څو د څارنې پر مهال یې غیر قانوني کود په نښه نشي.
د نوموړي پلاوي لخوا د تښتېدلو دوکاندارانو د دوکانونو قفلونه مهر کړل شول تر څو خپل تقلبي سرې انتقال او یا هم ونه پلوري او د عالي مقاماتو د حکم له مخې باید ورڅخه ګدامونو ته انتقال کړل شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله نږدې  ١٢٢ بوجۍ سلفيت سودیم کیمیاوي کود په  کدامونو کې د ګډ پلاوي په حضور کې مصادره شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS