ملت ته د حساب ورکونې په کنفرانس کې دکرنې وزارت مسلکي مرستيال له خوا ددې وزارت يوکلن کړنې بيان شول

user-admin
Tue, Aug 02 2022 6:12 PM
ملت ته د حساب ورکونې په کنفرانس کې دکرنې وزارت مسلکي مرستيال له خوا ددې وزارت يوکلن کړنې بيان شول


۱۱ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن دحکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې،  ملت ته د حساب ورکونې په پروګرام کې د کرنې وزارت دکړنو يو کلن راپور له ملت او رسنيو سره شريک او د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم په دې کنفرانس کې د هېواد په اقتصاد کې د کرنې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، او دکرنې، خوړو خونديتوب مالدارۍ او ځنګلونو په ساتنه کې داسې چارې ترسره شوي دي،  چې په تېرو شلو کالو کې يې څارې نه ليدل کېږي.
مولوی صدراعظم د هېواد په کرنه کې د قوشتيپې کانال مهمه پروژه وبلله او زياته يې کړه: "موږ بزګرانو مالدارانو او په ټوله کې خلکو ته داسې فعاليتونه ترسره کوو چې دکرنې په برخه کې پرځان بسيا شو.
کوم ځنګلونه چې په تېر ۲۰يا۴۰ کالو کې قطع شوي ول موږ ورته داسې ميکانيزم جوړ کړل، چې خوندي شي، د پستې ځنګلونه هم مديريت شوي دي او موږ وکولای شول، چې دغه ځنګلونه کنټرول کړو او د جلغوزې په برخه کې مو بازار موندنه وکړه.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس مولوی مصباح الدين مستعین ددې وزارت د يوکلن لاسته راوړنو بشپړ جزياتو ته اشاره وکړه،  ښاغلی مستعين وويل: "دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ډېر زيات فعاليتونه لري خو په څلورو برخو کې خلاصه شوي دي،د بڼوالۍ او کرنيزو محصولاتو توليد، د طبيعي سرچينو تلپاتې او دوامداره ملاتړ، د کمي او کيفي له اړخه د مالدارۍ د توليداتو زياتوالی او اداري چارې پرمخ وړل دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس په خپلو خبرو کې وويل، چې دکرنې وزارت په پام کې لري، ترڅو په راتلونکې کلونو کې هم خپلې برنامې او پلانونه په سمه توګه پلي او بڼوالو، بزګرانو او مالدارانو ته ډېرې زياتې چوپړتياوې وړاندې کړي.
 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS