کرنیزو سوداګرو ته د پوهاوی او بلا ناغې مرستو روزنیز ورکشاپ په لاره واچول شوه

mail-admin
Sun, Jul 21 2019 1:08 AM
کرنیزو

۲۹ چنګاښ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالي د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP)لخوا کرنیزو سوداګرو ته د عامه پوهاوي او بلاناغې مرستو په اړه روزنیز ورکشاپ په لاره واچول شوه.
نوموړې پروژه په هېواد کې د بڼوالي د ځنخیروي ارزښت د زېربناوو او آسانتیاوو د ښه والي، د بڼوالي محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره مليظرفیت ته وده، د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري کېدل، تطبیقي تحقیق، د غوره کرنیزو توکو پېژندل، چیله جوړوني، عصري شنوخونو او په کرنیزو ځمکو کې د کرنیزو تاسیساتو جوړولو او همدارنګه د افغانستان د بڼوالي تولیداتو ته د نړیوالو پیژندل شويو سوداګریزو برانډونو په جوړولو کې، کار کوي.
په یاد روزنیز ورکشاپ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، نصیر احمد درانی، د پروژې رییس ډاکټر فرید احمد راید، د پروژې کارکوونکو او همدارنګه یو شمېر کرنیزو سوداګرو ګډون درلود. د ورکشاپ په پیل کې د پروژې رییس، ډاکتر فرید راید کرنیزو سوداګرو ته وویل: «په هېواد کې د بڼوالي محصولاتو لپاره د معیاري شنوخونو، پروسس او بسته بندي مرکزونو او سړو خونو په برخه کې په کافي اندازه کار شوی دې خو لا هم په دې برخه کې زیات شمېر معیاري سړو خونو او شنو خونو ته اړتیا شته تر څو و کولای شو د بڼوالي محصولاتو لپاره په کور دننه او بهر کې بازار موندنه تر سره کړو او همدارنګه د یادې پروژې له لارې کرنیزو سوداګرو ته د معیاري سړو خونو، پروسس مرکزونو او شنو خونو په برخه کې کار وکړو.»
په دې ورکشاپ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، نصیر احمد درانی کرنیزو سوداګرو ته د معیاري خدماتو د وړاندي کولو په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او زیاته يې کړه، چې د معیاري سړو خونو، پروسس او بسته بندي مرکزونو او شنو خونو د جوړولو په برخه کې د کرنیزو سوداګرو ونډه ډېره اړینه ده او تاسو باید له پروژې سره د معیاري سړو خونو او شنو خونو د جوړولو په برخه کې پوره همکاري وکړئ.
په یاد ورکشاپ کې د هېواد له یوولسو ولایتونو څخه کرنیز سوداګر ګډون کړې وه، چې د پروژې د فني کارکوونکو لخوا د کرنیزو تجارتونو په اړه پوره مالومات ورکړل شول. همدارنګه د ورکشاپ په پای کې د پروژې د چاپیریال ساتني برخي او د انجنیری د برخي مسئولینو هم د ورکشاپ ګډون والو ته د چاپیریال ساتني او ودانیزو چارو په برخه کې مالومات ورکړل.

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS