پکتيا:د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د زرمت ولسوالی له ولسوال سره ناسته ترسره کړه

user-admin
Thu, Jul 28 2022 12:32 PM
پکتيا:د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د زرمت ولسوالی له ولسوال سره ناسته ترسره کړه


۶ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتيا ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو زرمت ولسوالی ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالی له ولسوال سره ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي په اړه د اميرالمؤمنين فرمان او د ياد فرمان د تطبيق لپاره جوړ شوی طرزالعمل او کاري پلان شريک شول.
د غصب د مخنيوي کميټې غړو د زرمت ولسوالی له مسولينو وغوښتل، چې په ياده ولسوالی کې د غصب شويو ځمکو د حدودو د تثبيت، د غصب کوونکو د معلومولو او د‌ غصب شويو ځمکو د مخنيوي په برخه کې له ټاکل شوې کميټې سره همکاري وکړي.
د يادولو وړ ده، چې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کميټې غړي به خپلې عملې کړنې د لومړنيو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته ډېر ژر پيل کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS