هلمند ته دکرنې وزارت د مسلکي مرستیال سفر

user-admin
Tue, Jul 26 2022 2:31 PM
هلمند ته دکرنې وزارت د مسلکي مرستیال سفر


۴ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال الحاج مولوي صدراعظم د هلمند ولايت د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او ولسونو سره د ليده کاته په پار هلمند ولايت ته ورسېد.
د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدر اعظم هلمند ته د خپل سفر پر مهال د هلمند ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته وکړه. 
په پیل کې ښاغلی صدراعظم د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل:«داچې هلمند یو کرنیز ولایت دی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ دې ولایت ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي چې په دې ولایت کې پر مهمو اوبنسټیزو برخو کار وکړي» .
د کرنې وزارت مسلکي مرستیال دغه راز وویل: «د کرنې وزارت سیمه ییز مسؤلین او کارکوونکي مسؤلیت او مکلفیت لري، چې د ځمکوالو، مالدارانو او بزګرانو د کرنیزې ودې او پراختیا په پار د ا.ا.ا د نافذه قوانینو له مخې له ممکنه لارو کار واخلي او په دې برخه کې په پوره صداقت او رښتونولۍ سره چوپړتیاوې وړاندې کړي». 
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هلمند د کرنې ادارې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه لومړیتوبونه په نښه او د وزارت مقام له رهبرۍ سره دې شریک کړي تر څو په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.

په همدې حال کې د هلمند د کرنې ریاست مسؤلینو او کارکوونکو په جلاجلا ډول په اړونده برخه کې د لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو په اړه خپل معلومات شریک کړل او د وزارت مقام له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې تل یې یاد ولایت ته پاملرنه کړې ده او له نږدې یې د ستونزو تشخیص تر څنګ پر وړاندیزونو او بنسټیزو کارونو غور کړئ دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS