دکرنې وزارت سرپرست وزیر د ملي پراختیا شرکت له رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, Jul 24 2022 9:03 AM
سرپرست وزارت زراعت با رییس شرکت انکشاف ملی دیدار کرد

۲ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې، د کرنې وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد دکاري موخو او د پروژو په پلي کولو کې د دواړو خواوو پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: «کرنه د هېواد د اقتصاد اصلي سرچینه ده، موږ باید دکاري برنامو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې باید یوبل سره په پوره همغږۍ کار وکړو ترڅو خلک او دولت ته ګټور تمام شي.»
په همدې حال کې، د ملي پراختیا اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش دکرنې په سکټور کې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا ادارې ترمنځ دوړه اړخیزه همکارۍ مثبت ګام وباله او ویې ویل: «موږ ډېر انساني ځواک، اوبه او ځمکې لرو او معیاري چوپړتیاوې پلي کولای شو، نو باید له خپلو کورنیو شرکتونو څخه ګټه پورته کړو».
د ملي پراختیا شرکت د ملي پراختیا پروژو او برنامو د لاښه پلي کولو او انسجام، د پراختیایي سکټورونو طتبیقي وړتیالوړولو، د هېواد د قتصادي ودې او دغه راز د دولتي تصدیو د چارو د ښه تنظم په پار په ۱۳۹۸ یم کال کې جوړه شوې ده.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS