د پکتیا زرمت کې ۸۳ کسانو ته د چرګانو پالنې لارې چارې وښودل شوې

user-admin
Wed, Jul 20 2022 10:05 AM
د پکتیا زرمت کې ۸۳ کسانو ته د چرګانو پالنې لارې چارې وښودل شوې


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د پاملرنې مؤسسې(CARE) په همکارۍ د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالی کې ۸۳ بېوزله کورنیو ته د هګیو چرګانو د واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیلوي. په همدې موخه یادو کورنیو ته د چرګانو پالنې، مرغانچو جوړولو، ناروغیو او د چرګانو د خوراکي توکو د ستعمال په اړه روزنه ورکړل شوه.
دپکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د پاملرنې مؤسسې(CARE) په همکارۍ د دغو بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۱۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کېږي.
د پکتیا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS