د ننګرهار کامې ولسوالی کې تاریخ تېر حیواني درمل راټول شول

user-admin
Sun, Jul 17 2022 1:19 PM
د ننګرهار کامې ولسوالی کې تاریخ تېر حیواني درمل راټول شول

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د کامې په ولسوالی کې د حیواني درمل پلورونکو څارنه او کنټرول په موخه پلاوی ټاکل شوې وه، چې د یاد پلاوي له خوا ددې ولسوالی د حیواني درمل پلورونکو هټیو څخه څارنه او کنټرول تر سره شوه.
ددې څارنې او کنټرول موخه د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو د پلور مخنیوي، په خپل سر د هټیو پرانیستل، او د غیر قانوني درملو د واردولو مخنیوی دی.
ددې څارنې په پایله کې یوشمېر هغه هتۍ چې، د فعالیت جواز یې نه درلودل، مهر او لاک او یوه اندازه تاریخ تېر درمل ورڅخه راټول شول او اړوندو کسانو ته سپارښتنه وشوه، چې په راتلونکې کې د غیر معیاري هټیو پرانیستلو او د بې کیفیته درملو د پلور او واردولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
د ننګرها ردکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS